| |
 

ځوانانو ملي یووالي ټینګښت بهیر: وسلوال مخالفین دې د خلکو غوښتنې سولې غږ ته مثبت ځواب ووايي.


د ځوانانو ملي یووالي ټینګښت بهیر په ملي یووالي، سولې ټینګښت او راتلونکو ټاکنو کې د ځوانانو نقش برخلیک ټاکوونکي یادوي.
د ځوانانو ملي یووالي ټینګښت بهیر هېواد کې د وسلوالو مخالفینو له لوري ترسره شویو خونړیو بریدونه لامل د بهرنیانو په هڅون د اقتصادي او بنسټیزو پروژو عملي کېدو پر وړاندې دسیسې ګڼي.
د بهیر مشر محمد هادي عالمي د جګړې ښکېلې خواوي باندې د جګړې بندښت غږ کوي. ((موږ د هغو مخالفو وسلوالو ډلو سره د خبرو ملاتړ کوو چې ملکي خلک او اهداف نه په نښه کوي، او د اساسي قانون په شمول وروستۍ لاسته راوړني مني.))
د ټولنې غړې تمنا هاشمي وايي: (( د ټولنیز عدالت پلي کولو لارې د سولې ټینګښت شونتیا پیداکوي.))
د یاد بهیر غړی مراد خان حکمت د سولې بهیر کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو باندې ټینګار کوي، چې د جګړې لیکو پر ځوانانو ډکې او قرباني دي.
د ځوانانو ملي یووالي ټینګښت بهیر د تلپاتي سولې راتلو او جګړې پایته رسولو کې د ځوانانو ونډه مهمه ارزوي او د وروستۍ یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنو ساتلو په پار د نظام ملاتړ کوي.



راپور: هارون ناسر


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »