| |
 

د استاد سعدالدین شپون د مړینې په باب د افغانستان ملي تحریک د خواشينۍ او تسليت پيغام


>


WeSoft Technologies
سوداګریز ملګري
MTN Afghanistan MTN Afghanistan


په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې استاد سعدالدین شپون له هېواد لرې د امریکا متحده ایالاتو ویرجینا په یو روغتون کې له ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلي دی.
استاد سعدالدین شپون نه یوازې د پښتو د داستاني ادب، لنډو کیسو او ناول ځانګړي سبک پېژندل شوی قلموال و، بلکې له نیمې پېړۍ زیات یې د کابل پوهنتون د استاد، علومو اکاډمۍ کې د څېړونکي او ډنمارک کوپنهاګن پوهنتون کې د کلتور پېژندنې د استاد په توګه د افغاني ادب غنامندۍ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زیارونه ګاللي و.
استاد شپون د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد یو پیاوړي قلموال او ژورنالست په توګه ملي رسالت ادا او کارنده نقش لوبولای دی، پرته له شکه ولاړ ملي دریځ، لیکني او روزنې د استاد شپون نوم له وړاندې ابدي کړی دی.
د افغانستان ملي تحریک د سباني روښانه افغانستان د پېژاند او زړور لیکوال استاد سعدالدین شپون مړینه د افغاني ادب او کلتور لپاره لوی زیان ګڼي، د استاد کورنۍ، افغانستان ادبیاتو کورنۍ او پر ادب مینو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او ارواښاد شپون ته د فردوس له لوی رب څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.

د افغانستان ملي تحریک دارالانشأ

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »